د افغانستان اسلامي امارت د دارالاسلام مشر. په ملکي او نظامي تشکیلاتو کې د نویو ټاکنو په اړه فرمان

د افغانستان اسلامي امارت د دارالاسلام مشر. په ملکي او نظامي تشکیلاتو کې د نویو ټاکنو په اړه فرمان

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر اساس، د چارو د لا ښه سمون او پرمختګ په موخه په وزارتونو، ولایتونو او امنیتي ارګانونو کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:

الف) په وزارتونو او معینیتونو کې:

۱. د فاریاب ولایت پخوانی والي، ملا عبدالاحد فضلي؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه.

۲. د پکتیکا ولایت پخوانی مرستیال، مخدوم عبدالسلام سعادت؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دیني چارو او اسلامي عرفان د انسجام د معین په توګه.

ب) د ولایتونو د والیانو په کچه:

۳. د بادغیس ولایت پخوانی والي، ملا محمد حنیف حمزه؛ د فاریاب د والي په توګه.

۴. د بغلان ولایت پخوانی والي، مولوي عبدالرحمن حقاني؛ د خوست د والي په توګه.

۵. د خوست ولایت پخوانی والي، مولوي عبدالله مختار؛ د بغلان د والي په توګه.

۶. د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت پخوانی سلاکار، ملا محمد ولي جان؛ د بادغیس د والي په توګه.

ج) د امنیه قوماندانانو په کچه:

۷. د میدان وردګو ولایت پخوانی امنیه قوماندان، مولوي عبدالقیوم هلال؛ د بغلان د امنیه قوماندان په توګه.

۸. د بغلان ولایت پخوانی امنیه قوماندان، ملا عبدالحق؛ د میدان وردګو د امنیه قوماندان په توګه.

۹. د زندانونو په اداره کې د زندانیانو د ازادۍ له سلب څخه د مخنیوي پخوانی رئیس، مولوي محمد عمر مخلص؛ د نیمروز د امنیه قوماندان په توګه.

۱۰. د میدان وردګو ولایت پخوانی مرستیال، ملا فریدالله قیام؛ د لوګر د امنیه قوماندان په توګه.

د) د ولایتونو د مرستیالانو په کچه:

۱۱. د پکتیا ولایت پخوانی مرستیال، مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین؛ د لوګر د مرستیال والي په توګه.

۱۲. د لوګر ولایت پخوانی مرستیال، مولوي محمد انور؛ د پکتیا د مرستیال والي په توګه.

۱۳. د نیمروز ولایت پخوانی امنیه قوماندان، ملا عبدالظاهر مدثر؛ د میدان وردګو د مرستیال والي په توګه.

۱۴. د هلمند ولایت پخوانی مرستیال، مولوي محمد نبي حماس؛ د بغلان د مرستیال والي په توګه.

۱۵. د فراه ولایت پخوانی مرستیال، مولوي رحیم‌الله محمود؛ د هلمند د مرستیال والي په توګه.

۱۶. د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دریمې پلې لوا پخوانی قوماندان، مولوي محمد ګل خیبر؛ د فراه د مرستیال والي په توګه.

۱۷. د پکتیکا ولایت د علماوو شورا پخوانی غړی، قاضي نورالله؛ د همدې ولایت د مرستیال والي په توګه.

هـ) نورې نظامي او اداري ټاکنې:

۱۸. د بغلان ولایت پخوانی مرستیال، ملا محمد همایون جهادیار؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دریمې پلې لوا د قوماندان په توګه.

۱۹. د لوګر ولایت پخوانی امنیه قوماندان، ملا آغا ولي حنفي؛ د زندانونو د چارو د سمبالښت په عمومي ریاست کې د ازادۍ د سلب ځایونو د څارنې د رئیس په توګه.

د اولي‌الامر اطاعت د اسلامي نظام د ثبات او پرمختګ اساس دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *