د دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان کې د ښځو تعلیم او د «العلم» زده کړه په ټولو برخو کې روانه دی (۲)

د دارالاسلام  امارت اسلامي افغانستان  کې د ښځو تعلیم او د «العلم» زده کړه په ټولو برخو کې روانه دی (۲)

لیکواله: اسماء یعقوبي

د فقهې ستر علما، یعنې هغه لویان چې د علم ترڅنګ یې فهم او درک هم درلود، د «العلم» او «الرأي» ترمنځ یې توپیر کاوه. هغوی قرآن او حدیث ته «العلم» ویل، او له دې پرته نورو خبرو ته یې «الرأي والنظر» (رأی او نظر) ویل.

ابن حجر رحمه الله وایي: د رأی او نظر اصل دا دی چې که د قرآن او سنت له نقل او دلایلو سره مستند وي، نو د منلو وړ دی؛ خو «وإن تجرد عن العلم فهو مذموم»؛ یعنې که له «علم» څخه بېل او مجرد وي، نو ناپسند او د غندنې وړ دی. لکه څنګه چې د عبدالله بن عمرو رضی الله عنهما په حدیث کې دې خبرې ته اشاره شوې ده چې کله «علم» له منځه ولاړ شي، جاهلان به په خپلو رأیو او نظرونو فتواوې ورکوي. [۱]

پر همدې بنسټ به د امام مالک رحمه الله په څېر سترو علماوو ته ویل کېدل:

«أنت من أوعيةِ العلمِ» [۲]

یعنې: ته د علم له لوښو څخه یې.

دا شرعي «علم» چې زده کول یې فرض او واجب دي، په دوه ډوله دي:

لومړی: هغه علم چې فرض عین دی.

یعنې هر مسلمان باید په هغه پوه شي. د «طلبُ العلمِ فريضةٌ على كلِّ مسلمٍ» په حدیث کې هم د همدې ډول علم غوښتنه مراد ده.

لکه د «لا إله إلا الله» په معنا او حقیقت پوهېدل، چې الله تعالی فرمایي:

«فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللَّهُ» (محمد: ۱۹)

او همدارنګه د طاغوت پېژندنه، له طاغوت څخه د کفر او له الله تعالی څخه د ایمان مفهوم پېژندل:

«فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انْفِصَامَ لَهَا ۗ»

(البقرة: ۲۵۶)

همدارنګه د طهارت، لمانځه، روژې او نورو اړینو شرعي احکامو زده کړه.

دوهم: هغه علم چې فرض کفایه دی.

لکه د زکات اړوند علم؛ کله چې یو څوک د نصاب خاوند شي، د زکات اړوند احکام پرې واجب کېږي. یا د حج علم؛ کله چې یو مسلمان د دې سترې فریضې د ادا کولو توان ولري، د حج اړوند احکام زده کول ورته لازم کېږي. همدارنګه د طب علم، کله چې ټولنه ورته اړتیا ولري، د فرض کفایې په توګه اهمیت پیدا کوي.

نو د «العلم» زده کړه پر موږ فرض او واجب ده. لکه څنګه چې د لمانځه او روژې په ادا کولو کې سستي او غفلت نه کوو، همدارنګه باید د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په زده کړه کې هم هڅه او کوښښ وکړو، څو تر خپلې وسې زیات شرعي علم ترلاسه کړو.

له سفیان ثوري رحمه الله او امام شافعي رحمه الله څخه نقل شوي چې ویلي یې دي:

«لَيْسَ بَعْدَ أَدَاءِ الْفَرَائِضِ شَيْءٌ أَفْضَلُ مِنْ طَلَبِ الْعِلْمِ.» [۳]

یعنې: د فرضونو له ادا کولو وروسته، د علم له زده کړې او طلب څخه بل غوره کار نشته.

امام شافعي رحمه الله په بل ځای کې وایي:

«طَلَبُ الْعِلْمِ أَفْضَلُ مِنْ صَلَاةِ النَّافِلَةِ.» [۴]

یعنې: د علم طلب او زده کړه د نفلي لمانځه له ادا کولو څخه غوره ده.

ابن قیم رحمه الله هم له امام ابوحنیفه رحمه الله څخه په همدې معنا داسې ویناوې نقل کړې دي چې د نورو نفلي عبادتونو او سنتونو په پرتله د «علم» فضیلت او برتري بیانوي. [۵]

پښتو ژباړه

دا هغه علم دی چې الله تعالی پر موږ فرض کړی دی؛ مطلب یې څه دی؟ مطلب دا دی چې هر انسان، که نجلۍ وي او که هلک، لوستی وي او که نالوستی، بوډا وي او که ځوان ــ په دې شرط چې لېونی نه وي ــ کولی شي دغه علم زده کړي. دا علم هېڅ ستونزمن او پېچلی نه دی، بلکې ډېر ساده او اسانه دی.

له همدې امله د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو زده کړه هم د ټولو لپاره ساده او اسانه ده، او هر څوک یې زده کولی شي. الله تعالی فرمایي:

«وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ»(القمر: ۳۲)

 او یقیناً موږ قرآن د پند او زده کړې لپاره اسانه کړی دی؛ نو آیا څوک شته چې پند واخلي او عبرت ترلاسه کړي؟

له همدې امله، د امریکايي او لوېدیځو رسنیو او مخالفینو د ادعاوو برخلاف، د افغانستان په اسلامي امارت کې د ښځو تعلیم او تربیه د «العلم» د زده کړې په بېلابېلو برخو کې دوام لري، او ترڅنګ یې نورې تجربوي او مسلکي زده کړې هم د امکاناتو او توان تر کچې ترسره کېږي.

د بېلګې په توګه، د بلخ ولایت په ام‌المؤمنین عایشه صدیقه رضی الله عنها مدرسه کې د کمپیوټر د مهارتونو زده کړه د دې واقعیت یوه روښانه بېلګه ده.

دغه انځورونه د افغان نجونو د تعلیمي حضور او فعالیت یوه برخه څرګندوي؛ هغه نجونې چې د «العلم» د زده کړې ترڅنګ د کمپیوټر مهارتونه هم زده کوي، څو د خپلې کورنۍ او ټولنې د خدمت لپاره چمتو شي.

د ام‌المؤمنین عایشه صدیقه رضی الله عنها مدرسه، د دیني زده کړو او معاصرو مهارتونو د زده کړې د زمینه‌سازۍ له لارې څرګندوي چې په افغانستان کې د ښځو تعلیم او زده کړه کولی شي د اسلامي ارزښتونو او د نننۍ ټولنې د اړتیاوو په چوکاټ کې دوام ومومي.

دغه تعلیمي پروګرامونه د بهرنیو رسنیو او مخالفینو منفي تبلیغاتو ته روښانه ځواب دی؛ ځکه موجود واقعیتونه ښيي چې افغانې نجونې په مناسبو تعلیمي چاپېریالونو کې د علم، مهارتونو او اسلامي تربیې په زده کړه بوختې دي.

په افغانستان کې د ښځو تعلیم نه دی درول شوی؛ بلکې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې، د ټولنې د اړتیاوو او د شته امکاناتو او توان په پام کې نیولو سره، د زده کړې په بېلابېلو برخو کې دوام لري.

[۱]  أحمد بن علي بن حجر العسقلاني (۱۴۰۷ هـ/ ۱۹۸۶م). فتح الباري شرح صحيح البخاري كتاب الاعتصام بالكتاب والسنة، باب ما كان النبي ﷺ يسأل مما لم ينزل عليه الوحي فيقول لا أدري. حديث رقم: (۶۸۷۹). دارالريان للتراث./ «والحاصل أن الرأي إن كان مستندا للنقل من الكتاب أو السنة فهو محمود وإن تجرد عن «العلم» فهو مذموم، وعليه يدل حديث عبد الله بن عمرو المذكور، فإنه ذكر بعد فقد العلم أن الجهال يفتون برأيهم»

[۲]  مالك، محمد أبو زهرة، ص۸۹ / قال له الزهري: «أنت من أوعية العلم، وإنك لنعم المستودَع للعلم»

[۳] رواه أبو نعيم في حلية الأولياء (۶/۳۶۳). مناقب الشافعي للبيهقي (ج٢ ص١٣٨)

[۴] مسند الشافعي (۱/۱۸) بترتيب السندي

[۵] ابن قیم، مفتاح دار السعادة (۱/۱۱۹)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *