
د دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان کې د ښځو تعلیم په ټولو برخو کې د «العلم» زده کړې دوام (۱)
لیکواله: اسماء یعقوبي
موږ مؤمنان باید د هغو ټولو چارو په اړه چې زموږ له دنیاوي ژوند او اخروي برخلیک سره تړاو لري، په دې پوه شو چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم په اړه څه حکم او لارښوونه کړې ده. تر ټولو مهمه مسئله چې باید پرې پوه شو، دا ده چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له نظره د «علم» او پوهې څخه څه مطلب دی؟
ځکه الله تعالی حتی د توحید په اړه هم موږ ته د علم او پوهې د ترلاسه کولو امر کړی دی، او فرمایي:
فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ (محمد: ۱۹)
«پوه شه چې له الله پرته بل هېڅ معبود نشته.»
د علم زده کړه، لکه د لمانځه او روژې په څېر، پر هر مسلمان لازمه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ، وَإِنَّ طَالِبَ الْعِلْمِ يَسْتَغْفِرُ لَهُ كُلُّ شَيْءٍ، حَتَّى الْحِيتَانُ فِي الْبَحْرِ. [۱]
«د علم طلب پر هر مسلمان فرض دی، او د علم د زده کوونکي لپاره هر څه، حتی په سمندر کې کبان هم، له الله تعالی څخه د هغه لپاره د بښنې غوښتنه کوي.»
له دې څخه څرګندېږي چې هغه څه لکه ریاضي، کیمیا، فزیک، میخانیک، ترکاڼي، طبابت، نرسنګ او زرګونه نورې تجربوي مسلکونه او فنونه چې خلک یې «علم» بولي، د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري د «علم» په اصطلاح کې هغه ځانګړی علم نه دی چې دلته ترې مراد دی؛ ځکه که مطلب همدا وای، نو باید ووایو چې د طبابت، انجینرۍ او نورو زرګونو مسلکونو زده کړه هم پر هر مسلمان، ښځه او نارینه، د لمانځه او روژې په څېر فرض ده؛ حال دا چې داسې نه ده.
الله تعالی د هغه علم او د علم د خاوندانو په اړه چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له نظره معتبر علم لري، فرمایي:
شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ ۚ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (آل عمران: ۱۸)
«الله تعالی ګواهي ورکړې ده چې له هغه پرته بل هېڅ معبود نشته، او ملائکو او د علم خاوندانو هم په دې ګواهي ورکړې ده؛ هغه په عدالت قائم دی. له هغه پرته بل هېڅ معبود نشته؛ هغه برلاسی او حکیم دی.»
دا هغه علم او زده کړه ده چې د اسلام شریعت یې مراد کوي؛ یعنې د مؤمن له لوري د قرآن کریم د یوه آیت، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه حدیث، یا د شریعت د یوې مسئلې په اړه پوهه او معرفت ترلاسه کول.
د علم خاوندان او د علم زده کوونکي هغه مؤمنان دي، که لوستي وي او که نالوستي، ښځې وي او که نارینه، زاړه وي او که ځوانان او تنکي ځوانان، چې د قرآن کریم یو آیت، د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حدیث یا د شریعت یوه مسئله یې زده کړې وي. له دوی څخه ځینې بیا د دې ترڅنګ د دین په فقه او پوهه کې لوړ مقام ته رسېدلي او «فقیهان في الدین» ګرځېدلي دي.
همدا هغه بندګان دي چې د علم او معرفت له ترلاسه کولو وروسته له الله تعالی څخه د تعظیم او درناوي مل وېره لري؛ لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:
إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ (فاطر: ۲۸)
«له بندګانو څخه یوازې عالمان له الله تعالی څخه د تعظیم او درناوي مل وېره لري.»
یعنې هر څومره چې یو مسلمان د قرآن کریم د آیتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحیح احادیثو په اړه زیات علم او معرفت ولري، په هماغه اندازه یې له الله تعالی څخه د تعظیم او درناوي مل خشیت زیاتېږي؛ نو هڅه کوي چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له حکم او لارښوونې سره مخالف عمل ترسره نه کړي.
او هر څومره چې د قرآن کریم د آیتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په اړه د انسان علم او پوهه کمه وي، په هماغه اندازه یې له الله تعالی او د آخرت له ورځې څخه وېره هم کمېږي. هغه کسان چې له قرآن کریم او احادیثو څخه هېڅ علم او معرفت نه لري، له الله تعالی څخه د تعظیم او درناوي مل خشیت هم نه لري او ممکن هر ډول ناوړه عمل ترسره کړي.
[۱] السيوطي، الجامع الصغير ۵۲۴۶/ الألباني، صحيح الجامع ۳۹۱۴/ ابن ماجه ۲۲۴/ البزار ۶۷۴۶/ ابن عبدالبر، جامع بيان العلم وفضله۱۷/ الطبراني، المعجم الأوسط ۸۵۶۷ / البيهقي، شعب الإيمان ۱۶۶۷