د پاکستان مجاهدینو ته د یووالي غږ؛ له تفرقې ډډه وکړئ او تر یوه بیرغ لاندې متحد شئ

د پاکستان مجاهدینو ته د یووالي غږ؛ له تفرقې ډډه وکړئ او تر یوه بیرغ لاندې متحد شئ

به قلم: خالد سیف الله السملول

په پاکستان کې مېشتو جهادي ډلو او عزیزانو مجاهدینو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړو او نورو مجاهدینو وروڼو ته؛

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته

نن اسلامي نړۍ له سترو ننګونو سره مخ ده. زموږ ګډ دښمن، یعنې امریکا او د هغوی لاسپوڅي سیمه‌ییز واکمنان، په پوره ځواک سره هڅه کوي چې حقیقي جهاد کمزوری کړي او مسلمانان په خپلمنځي نزاعونو او اختلافاتو بوخت وساتي. په داسې حساس پړاو کې، د مجاهدینو ترمنځ ډله‌يیز، مذهبي او فقهي اختلافات، یوازې او یوازې د دښمن په ګټه تمامېږي.

الله سبحانه و تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا (آل عمران/ ۱۰۳) او ټول د الله په رسۍ کلک ومنښتئ او مه سره جلا کېږئ.

او همدا راز فرمایي: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ (صف/ ۴) بېشکه الله هغه کسان خوښوي چې د هغه په لاره کې په صفونو کې داسې جنګېږي لکه یو کلک او پولادي دیوال.

مجاهدینو وروڼو! که تاسو د افغانستان د اسلامي امارت برخلیک ته ځیر شئ، نو وبه ګورئ چې هغوی د ټولو ستونزو، فشارونو او اختلافاتو سره سره، د یوه واحد قیادت او مشرۍ تر سیوري لاندې راټول شول او وتوانېدل چې پر الله په توکل او د صفونو په یووالي سره، پر امریکایي اشغالګرو او د هغوی پر لاسپوڅو واکمنانو ستره بریا ترلاسه کړي. نن د افغانستان طالبان ستاسو لپاره یوه روښانه الګو او بېلګه ده: که تاسو متحد شئ او قومي، مذهبي او فقهي اختلافات یوې خوا ته کړئ، الله تعالی به خپله نصرت او بریا پر تاسو نازله کړي.

خو له بده مرغه نن ګورو چې په پاکستان کې ځینې ډلې د اصلي دښمن پر ځای، په خپلمنځي جګړو، د خپلو همنوعه مسلمانانو په تکفیر او بې ګټې شخړو کې بوختې دي. دا درګیرۍ نه یوازې د آزادۍ له لارې سره مرسته نه کوي، بلکې د جهاد سپېڅلې څېره هم مسخه کوي او د مسلمانانو د وینو د تویېدو لامل ګرځي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ (صحیح بخاري) مسلمان د مسلمان ورور دی؛ نه ورباندې ظلم کوي او نه یې دښمن ته سپاري.

او همدا راز فرمایي: سَبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوقٌ وَقِتَالُهُ كُفْرٌ (صحیح بخاري) مسلمان ته کنځل کول فسق دی او ورسره جنګېدل کفر دی.

نو زما نصیحت تاسو ته دا دی:

۱. له هر ډول خپلمنځي جګړو او شخړو لاس واخلئ او ډله‌يیز اختلافات یوې خوا ته کړئ.

۲. د ګډ دښمن یعنې د سيمې د مزدورانو او امریکا پر وړاندې یوه واحده جبهه جوړه کړئ.

۳. د افغانستان د اسلامي امارت له تجربو بېلګه واخلئ او د یوه واحد مشرتابه تر چتر لاندې د قرآن او سنتو پر بنسټ راټول شئ.

۴. پوه شئ چې دښمن ستاسو په تفرقه او بې اتفاقۍ خوشاله دی او هره شېبه د فرصت په لټه کې دی ترڅو د جهاد پر سپېڅلي بدن کاري ګوزار وکړي.

ای وروڼو، وخت راغلی چې له غفلته ویښ شئ او د یووالي او همنظرۍ په لور ګام واخلئ. الله تعالی له متحدانو سره د نصرت وعده کړې ده: إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ (محمد/ ۷) که تاسو د الله د دین نصرت وکړئ، هغه به ستاسو مرسته وکړي او ستاسو ګامونه به ثابت وساتي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *