د پاکستان د رژیم بریدونه؛ په داخل کې د کودتا لپاره د زمینې برابرول

د پاکستان د رژیم بریدونه؛ په داخل کې د کودتا لپاره د زمینې برابرول

به قلم: ابوهاجر خان آبادی

د سرحدي فریب او له شا څخه د خنجر وهلو استراتژیک تحلیل

د پورتنیو مواردو ترڅنګ، دقیقې نظامي او استخباراتي ارزونې ښیي چې د امریکا په مشرۍ د استکبار جبهې او د هغوی مستقیم عامل «د پاکستان طاري دارالکفر»، د فتنې عملي پړاو پیل کړی دی:

۱. پر فرضي کرښه د بوختیا تاکتیک:

د ډیورنډ پر «فرضي کرښه» د پاکستان د پوځ وروستي بریدونه او تنشونه یوه ناڅاپي پېښه نه ده. د دې بریدونو اصلي موخه دا ده چې د اسلامي امارت د پوځ اصلي او استراتژیک ځواکونه پر سرحدي پولو بوخت وساتي. دښمن غواړي د فرعي جبهو په پرانیستلو سره، د مجاهدینو استخباراتي تمرکز او جنګي توان د ولایتونو له مرکزونو او پلازمینې څخه غرونو او سرحدونو ته واړوي.

۲. د داخلي جبهې کمزوري کول:

سرحدونو ته د اسلامي امارت د دفاعي ځواک د پام وړ برخې په لېږدولو سره، «پشت جبهه» یا داخلي سنګر په طبیعي ډول زیانمنونکی کیږي. دا دقیقا هغه فرصت دی چې لویدیځو فکري خونو د خپلو داخلي مزدورانو (پخوانیو اربکیانو او د تېرې ادارې د پاتې شونو) لپاره ترسیم کړی دی. دوی په تمه دي چې کله د مجاهدینو نخبګان له حساسو مرکزونو څخه د سرحدونو دفاع ته ولاړ شي، دوی له موقع څخه ګټه پورته کړي.

۳. د نظامي کودتا پلان (له شا څخه خنجر وهل):

د پاکستان د سرحدي فشار او د نفوذي عناصرو د تحرکاتو ترمنځ د همغږۍ وروستۍ موخه د یوې ناڅاپي «نظامي کودتا» ترسره کول دي. دښمن پلان لري چې په داسې حال کې چې مجاهدین د پاکستان د پوځ د تېري په دفع کولو بوخت دي، په داخل کې د «امریکایي مرتدو پاڅونونو» او مزدورو اربکیانو هستې سر راپورته کړي، دولتي مراکز اشغال کړي او د اسلامي حاکمیت د سقوط اعلان وکړي.

پایلنه او خبرداری:

نباید اجازه ورکړل شي چې «ډیورنډ» په کابل او نورو مهمو ښارونو کې د غافلګیرۍ لپاره په یو تلک (دام) بدل شي. د اسلامي امارت حاکمیت باید پر سرحدونو د غاښ ماتونکي ځواب ترڅنګ، په پوره استخباراتي ویښتیا سره اجازه ورنکړي چې داخلي جبهه خالي یا کمزورې شي. د عفوې په نوم د هغو وسله‌والو نفوذيانو پر فعالیتونو هر ډول سترګې پټول چې لا هم له بهره لارښوونه اخلي، د شل کلن جهاد د لاسته راوړنو د لمنځه وړلو په بیه تمامېدلی شي.

ویښ اوسئ، چې دښمن په کمین کې دی!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *