دارالاسلام امارت اسلامی  افغانستان  د مستضعفینو په خدمت کې؛ د راستنیدونکو او زلزله ځپلو د سرپناه لپاره استوار ګامونه

دارالاسلام امارت اسلامی  افغانستان  د مستضعفینو په خدمت کې؛ د راستنیدونکو او زلزله ځپلو د سرپناه لپاره استوار ګامونه

به قلم: فضل احمد هراتی

کابل/هرات: د اړمنو هېوادوالو د لاسنيوي او هغوی ته د سرپناه برابرولو په موخه، د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان  د هڅو په لړ کې په پنځو ولایتونو کې راستنیدونکو ته د ځمکو وېش او په هرات کې زلزله ځپلو ته د کورونو سپارلو لړۍ په بریالیتوب سره ترسره شوه.

۱. ۷۷۳ راستنیدونکو کورنیو ته د استوګنې د ځمکو وېش

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې په تیره یوه ورځ کې په پنځو ولایتونو کې ۷۷۳ راستنیدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي:

• ننګرهار: ۳۶۴ کورنۍ

• فاریاب: ۲۱۰ کورنۍ

• هلمند: ۱۱۵ کورنۍ

• نیمروز: ۵۴ کورنۍ

• سمنگان: ۳۰ کورنۍ

۲. په هرات کې زلزله ځپلو ته د ۶۰ بابه کورونو سپارل

د هرات ولایت په «ګلران» ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ۶۰ بابه پاخه کورونو د جوړولو چارې بشپړې او مستحقینو ته وسپارل شول.

• ځای: د ګلران ولسوالۍ د بیدک مراد کوهي کلی.

• لګښت: ۲۰ میلیونه افغانۍ.

• ترسره کوونکی: د افغاني سرې میاشتې ټولنه.

«دارالاسلام امارت اسلامي  افغانستان   تل د خپلو مستضعفینو او سرلوړي ملت په خدمت کې دی.»

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *