
دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان د مستضعفینو په خدمت کې؛ د راستنیدونکو او زلزله ځپلو د سرپناه لپاره استوار ګامونه
به قلم: فضل احمد هراتی
کابل/هرات: د اړمنو هېوادوالو د لاسنيوي او هغوی ته د سرپناه برابرولو په موخه، د دارالاسلام امارت اسلامی افغانستان د هڅو په لړ کې په پنځو ولایتونو کې راستنیدونکو ته د ځمکو وېش او په هرات کې زلزله ځپلو ته د کورونو سپارلو لړۍ په بریالیتوب سره ترسره شوه.
۱. ۷۷۳ راستنیدونکو کورنیو ته د استوګنې د ځمکو وېش
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې په تیره یوه ورځ کې په پنځو ولایتونو کې ۷۷۳ راستنیدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي:
• ننګرهار: ۳۶۴ کورنۍ
• فاریاب: ۲۱۰ کورنۍ
• هلمند: ۱۱۵ کورنۍ
• نیمروز: ۵۴ کورنۍ
• سمنگان: ۳۰ کورنۍ
۲. په هرات کې زلزله ځپلو ته د ۶۰ بابه کورونو سپارل
د هرات ولایت په «ګلران» ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ۶۰ بابه پاخه کورونو د جوړولو چارې بشپړې او مستحقینو ته وسپارل شول.
• ځای: د ګلران ولسوالۍ د بیدک مراد کوهي کلی.
• لګښت: ۲۰ میلیونه افغانۍ.
• ترسره کوونکی: د افغاني سرې میاشتې ټولنه.
«دارالاسلام امارت اسلامي افغانستان تل د خپلو مستضعفینو او سرلوړي ملت په خدمت کې دی.»